کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:د سپين زر تصدۍ په فعالیدو سره به د هېواد اقتصادي بنسټونه پياوړي شي
۱ (6)

کندوز والي:د سپين زر تصدۍ په فعالیدو سره به د هېواد اقتصادي بنسټونه پياوړي شي

کندوز والي نن د سپين زر تصدۍ دنوي رئیس ذبیح الله  زاهد د معرفت  غونډې پر مهال ډاډ ورکړ چې دسپين زر تصدۍ د بیافعالیدو او ددغه ستر تولید مرکز د جوړیدو لپاره په پوره قوت سره شپه او ورځ کار کوي.

۱ (2)

دولایت رهبري د سپين زر نوي رئیس زاهد ته د  د ندې دمبارکۍ او په چارو کې دبریا ترڅنګ دپخواني رئیس محمد الله وردګ څخه هم مننه ورکړه چې دخپل ماموریت پرمهال يې اړوند برخوکې اغیزمن خدمات ترسره کړي دي.

کندز والي  دخپلو خبرو پرمهال سپين زر تصدۍ دهېواد یوه مهمه پرژوه وبلله او یاده يې کړه چې دبیا فعالیدو په  برخه کې يې یو شمېر پېشنهادونه د نظام له رهبري سره شریک کړي او تعقیب يې جریان لري.

کندوز والي په  همدې مهال وویل((  له بده بخته هېواد کې اوږدو جګړو دسپين زر په شمول ګڼې ټولګټې پروژې،تاسیسات او شتمنۍ ویجاړې کړي،اوس چې تازه د زیربینايي پروژو او ټولګټو تاسیساتو د جوړیدو لپاره کار کیږي، خلک مسؤلیت لري چې د ساتنې  او پالنې به برخه کې يې  په پوره  ملي مسؤلیت سره  کار وکړي او پرینږدي چې د ابادۍ،پرمختګ،سولې ،امن او ولسي هوساینې دښمنان يې زیان منې کړي.))

د محلي حکومت رهبري د همدې غونډې له لارې دسپين زر نوي رئیس ذبیح الله زاهد ته لارښوونه وکړه چې دسپين زر تصدۍ د ځینو برخو دفعالیدو،د ملکیتونو د ساتنې او بې روزګاره ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې اغیزمنې کړنې ترسره او د درې میاشتو په دننه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

غونډې ته دسپين زر پخواني رئیس محمد الله وردګ هم خبرې وکړې،نوې رئیس ته د  دندې مبارکي وویله او ډاډ يې ورکړ چې نوی رئیس به ټولې هغه چارې ترسره کړي،کوم چې لا هم دده  په ماموریت کې ترسره نه شوي.

۱ (4)

ذبیح الله زاهد بیا ډاډ ورکړ چې په پوره مسؤلیت سره به حسابو ویونکي خدمات ترسره کړي او تلاش به يې همدا وې چې په نږدي راتلونکي کې  دسپين زر ځیني

برخې فعالې،ملکیتونه خوندي او ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.

۱ (5)

۱۳۹۷-۸-۲۳

دکندوز و لایت د رسنیو  او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …