کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:ژمنتیا  او  په ټولو عامه بهیرونو کې دخلکو  فعاله ونډه په هېواد کې سوله تامینولی شي
IMG_1019

کندوز والي:ژمنتیا  او  په ټولو عامه بهیرونو کې دخلکو  فعاله ونډه په هېواد کې سوله تامینولی شي

 کندز والي نن  په هغه لویه ولسي غونډه  کې چې په هېواد کې دسرتاسري سولې  او امن دټینګښت، دملي ځواکونو او انکشافي چارو دپراختیا په موخه جوړه شوې وه  دا څرګندونې وکړې،په دغه جلسه کې ملکي او نظامي مسؤلینو،په ولایتي شورا کې دخلکو استازو،سلګونو مخورو مشرانو،جیدو دیني علماؤ ،ځوانانو او درسنیو استازو ګډون درلود.

غونډې ته جیدو دیني علماؤ او مخورو مشرانو په وار سره دسرتاسري سولې دټینګښت،عامه نظم دتامین،دملي ځواکونو دحمایت او انکشافي پروژو د تطبیق او ملاتړ په تړاؤ هر اړخیزې ارزښتمنې خبرې وکړې، وینا والو دسرتاسري سولې،نظام او امنیتي ځواکونو پر حمایت ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې دوی به په بشپړ یووالي د سولې،امن او پرمختګ په برخه  کې دنظام دهر مثبت قدم هرکلی او حمایت کوي او په دغه برخه کې به خپل اساسي رسالت ادا کوي.

د ولایت رهبري بیا په هېواد کې دډاډمن امن  او سرتاسري سولې په ټینګښت او رغنیزې پراختیا په برخه کې ژمنتیا،کلک هوډ او دخلکو فعال ګډون هغه څه وبلل چې کولی شي ټول سپيڅلي اهداف ترلاسه او په هېواد کې دتل پاتې سولې او امن بنسټونه تامین او د پرمختګ کاروان تر کلي او سیمې ورسوي.

دولایت مشرتابه یو ځل بیا دنننۍ  جرګې په برخوالو،جیدو دیني علماؤ او مخورو مشرنو غږ وکړ چې دهېواد په دې حساسو تاریخي شېبو کې په ټولو عامه بهیرونو کې فعاله ونډه واخلي،دملي یووالي ټینګښت،فکري رغونه،دټولګټو پروژو ساتنه او حمایت او دنظامي ځواکونو سره مرسته خپله دنده او لومړیتوب وګڼي،څوپه دې سره هېواد کې عامه نظم او سرتاسري سوله تامین شي.

د یادونې ده چې په دغه جلسه کې یوشمېر امنیتي مسؤلیناو منسوبین هم تقدیر شول او هغوی ته دشجاعت او میړاني په ویاړ تقدیر نامې ورکړل شوي،څوپه دې سره لا امنیتي ځواکونه تشویق او دامنیت ساتنې په برخه کې خپلو میړانو ته ادامه ورکړي.

۱۳۹۷-۸-۲۷

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …