کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:دهېواد پر هغو وګړو افسوس چې دمخالفینو سره کار کوي:
ass

کندوز والي:دهېواد پر هغو وګړو افسوس چې دمخالفینو سره کار کوي:

 کندوز والي نن د نوین ښوونیز مرکز په شپاړسمه فراغت غونډه کې هغو  کسانو ته  په اشارې چې په هېواد کې جګړې کوي وویل (( دهېواد په هغو وګړو افسوس چې دسولې،امن،پرمختګ،نظام، امنیتي ځواکونو او ولسي ارامۍ د دښمنانو په لیکو کې ولاړ دي او د انسانانو وینې تویوي.))

د محلي حکومت مشر په دغو خلکو غږ وکړ چې باطله لاره پریږدي او نور د اسلام په نوم د اسلام او مسلمان ولس سره له دښمنۍ لاس واخلي  او سوله ییز ژوند ته په راګرځیدو دهېواد په ابادولو کې رغنده رول ولوبوي او په دې سره دې د لويې څښتن تعالی رضایت حاصل کړي.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …