کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي
ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون درلود،دخپلې هر اړخیزې وینا پرمهال په ولسي بیدارۍ، فکري رغونې او ملي یووالي ټینګار وکړ او زیاته يې کړه   (( اړتیا ده دهېواد هر وګړی د ملي یووالي دټینګښت او هېواد جوړونې لپاره کار وکړي او نورخپل منځي کرکې او نفرتونه لمنخه یوسي،څو پرمختګونو ته زمینې برابرې شي.))

کندوز والي په هېواد کې شته زیرمو،معدنونو  او طبعي شتمنیو ته په اشارې وویل(( هېواد مو ښکلی دی، روان سیندونه، دنګ غرونه،ځنګلونه، پراخ قیمتي معدنونه، دښتې او ښکلې هوا لري،خو  موږ د بې اتفاقیو، نفرتونو، تعصبونو او پردۍ تپل شوې جګړې له امله نه یو توانیدلي چې دخپلو طبعي زیرمو په استفادې هېواد ودان او دخپلو  خلکو لپاره ارام او پرمختللي ژوند برابر کړو.))

دمحلي حکومت مشرتابه دنړۍ مرستو ته په اشارې په هېواد والو غږ وکړ چې نور باید راويښ شي،د نورو دمرستو پرځای دخان بساینې،هېواد جوړونې،نظام پالنې، امن او سرتاسري سولې لپاره په بشپړ یووالي سره کار وکړي او د شته ناخوالو ټغر د ورورۍ او تفاق په تامین سره ټول کړي او دیو بسیه او خودکفا هېواد وګړي شی.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:دهېواد پر هغو وګړو افسوس چې دمخالفینو سره کار کوي:

 کندوز والي نن د نوین ښوونیز مرکز په شپاړسمه فراغت غونډه کې هغو  کسانو ته …