کور پاڼه / خبرونه / د نویدک دظلمونو قرباني کورنۍ له دولته عدالت غواړي
n

د نویدک دظلمونو قرباني کورنۍ له دولته عدالت غواړي

نن د خان اباد ولسوالۍ څخه لسګونه کسان چې د غیر مسؤل قوماندان نویدک د ظلمونو له امله يې د کورنۍ غړي قرباني شوي وه ولایت مقام ته راغلي وه،دغو معترضو کسانو له ځآن سره دخپلو کورنیو د هغو شهیدانو انځورونه هم راوړي وه چې دنویدک لخوا وژل شوي وه.
دوی غوښتنه کوله چې دهېواد جمهور رئیس، مرکزي حکومت، عدليې او قضايي، کشفي او امنیتي ارګانونه دي د نویدک لخوا ددوی او سلګونو کورنیو سره دشویو ظلمونو پوښتنه وکړي او دغه سړی دې دخپل عمل په سزا ورسوي.
د دوی په خبر نوید د اوږدې مودې راپدیخوا په خان اباد، شا وخوا ولسوالیو او تخار ولایت کې خپلسرې وسلوال فعالیتونه او سلګونه وسلوال کسان لري ،چې د وژنو، غلاؤ، د ځمکو دغصب، تیریو او انسان تښتونو په ګڼو پېښو ککړ پيژندل شوي دی.
۱۳۹۷-۹-۱۳
دکندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:دهېواد پر هغو وګړو افسوس چې دمخالفینو سره کار کوي:

 کندوز والي نن د نوین ښوونیز مرکز په شپاړسمه فراغت غونډه کې هغو  کسانو ته …