کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي: هرې مستحقې اړمنې او زیانمنې کورنۍ ته به دلاسنیوي او همکارۍ لاس ورسیږي:
afgh

کندوز والي: هرې مستحقې اړمنې او زیانمنې کورنۍ ته به دلاسنیوي او همکارۍ لاس ورسیږي:

کندوز والي نن د(( ښځې د افغان ښځو لپاره)) موسسې لخوا د خان اباد ولسوالۍ د ۱۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو لپاره د نغدي مرستو،دویش پرمهال دا څرګندونې وکړې.

afghan2دغه مستحقې کورنۍ چې د یادې موسسې لخوا تر سروې ورورسته مستحقې پيژندل شوي، هرې کورنۍ ته به د(( ۱۹۸۱۰ )) افغانیو نغدي مرستې ترڅنګ د ۳ ورځو لپاره د تاوتریخوالي دزیانونو په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ هم ترسره شي.
کندوز والي د مرستندویه موسسې له همکارۍ د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې به هرې زیانمنې،اړمنې او بې وزلې کورنۍ ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او هیڅ مستحقه کورنۍ به بې پوښتنې پرینږدي.
د ولایت رهبري په مرکزي حکومت،نړیوالې ټولنې او مرستندویانو غږ وکړ چې کندوز ولایت ته خپله پاملرنه زیاته کړي ،څوپه دغه جګړه ځپلي ولایت کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته پر وخت رسیده ګي وشی. اودخلکو په ژوند کې دمثبت بدلون نوي بابونه پرانیستل شي.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:دهېواد پر هغو وګړو افسوس چې دمخالفینو سره کار کوي:

 کندوز والي نن د نوین ښوونیز مرکز په شپاړسمه فراغت غونډه کې هغو  کسانو ته …