کور پاڼه / خبرونه / د شدیدو امنیتي تدابیرو په موخه ځانګړې جلسه ترسره شوه :
nezamijalasa

د شدیدو امنیتي تدابیرو په موخه ځانګړې جلسه ترسره شوه :

تیره ورځ د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ د ملي اردو په پامیر ۲۰ فرقه کې دشدیدو امنیتي تدابیرو په موخه ځانګړې جلسه ترسره شوه، په دغه جلسه کې د ګډو امنیتي ارګانونو مسؤلینو ګډون درلود.

پيلیزه برخه کې مسؤلینو د غونډې رهبري ته د خپلو کړنو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل،ورو سته کندوز والي ټولو ته په اړوند برخو کې د بشپړې همغږۍ په پام کې نیولو سره دپریکنده اقداماتو لارښوونې وکړې،په غونډه کې د وسلوالو مخالفینو دځپلو، دسیمو د ساتنې او تصفيې او د نظام دوسلوالو مخالفینو د هر ډول شومو پلانونو، موخو او دسیسو د لمنځه وړلو په موخه ځانګړې تصامیم ونیول شول.

د شدیدو تدابیرو دا تصمیم نیونه په داسې حال کې کیږي چې نن په چهاردې ولسوالۍ کې ځانګړو قواو دطالبانو یو پټ زندان مات کړ،۵ ملکیان يې ازاد او ۴ وسلوال يې ونیول او ترڅنګ دهغوی ګڼې سپکې او درنې وسلې هم دامنیتي ځواکونو لاس ته ولویدې.

دا هم وګورئ

spokesarg

ارګ: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې …