کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي : ملي امنیتي ځواکونه دهېواد ساتنې پرښتې دي :
gov55

کندوز والي : ملي امنیتي ځواکونه دهېواد ساتنې پرښتې دي :

کندوز والي تیره ورځ د ملي اردو په پامیر ۲۰ فرقه کې دسلګونو پوځیانو سره یوځای د مبارکې جمعې لمونځ ادا کړ، تر لمانځه وړاندې په کندوز او ټول هېواد کې دشهیدو سرتیرو روح ته د دوعا، ختم او فاتحې مراسم ترسره شول.
کندوز والي تر لمانځه وروسته پوځیانو او مسؤلینو ته د وینا پرمهال وویل(( امنیتي ځواکونه د هېواد ساتنې پرښتې دي، دوی د هېواد، خلکو، خاورې او امن د ساتنې سپيڅلي دندې ترسره کوي، هغوی چې د ملي ځواکونو دقربانیو درناوی نه کوي،په اصل کې ملي خیانت کوونکي دي،هغوی چې دا ډول خیانت کوي، د ملي ځواکونو د سپيڅلو دندو پروړاندې خنډونه جوړوي او یا هم د ملي امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي ، دهېواد، خاورې، ولس، نظام او پرمختګ دښمنان دي،چې د لمنځه وړلو په برخه کې به يې هیڅ ډول بې پروايي ونه شي.))


کندوز والي زیاتوله (( هغه کورنۍ چې زامن او وروڼه يې د ملي امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دهېواد ساتنې دندې ترسره کوي،قهرمانانې دي، او هغوی چې لايې هم اولادونه اودکورنۍ غړي د نظام ، امن ،سولې او پرمختګ پرضد فعالیتونه او جګړې کوي د هېواد سره په څرګنده دښمني او ملي خیانت کوي، چې تاریخ به يې دغه خیانت په هیڅ ډول ونه بخښي.))
دمحلي حکومت رهبري په امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې بیداره ووسي، په ډیر لوړ او عالي مورال د هېواد ساتنې په سنګرونو کې د پرمختګ ،ابادۍ او سولې دښمنان وځپي او پرینږدي چې پردي یو ځل بیا زموږ ملي ارزښتونه ویجاړ، دپرمختګونو مخه ډپ او کورنۍ مو د ویر په ټغر راټولي کړي.
د ولایت رهبري له وینا وروسته د ټولو شهیدو سرتیرو روح او په هېواد کې دسرتاسري سولې دتامین په موخه د دوعا لاسونه لپه شول.

دا هم وګورئ

spokesarg

ارګ: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې …