کور پاڼه / خبرونه / کندوز : امنیتي ځواکونو ۲۱ کسان دبېلابېلو جرمونو په تور ونیول
Capture

کندوز : امنیتي ځواکونو ۲۱ کسان دبېلابېلو جرمونو په تور ونیول

نن د ملي امنیت زړورو ځواکونو له لوري پنځه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول،په نیول شویو کسانو کې دوه تنو يې غوښتل چې د یوېامنیتي پوستې سرتیري مسموم او ووژني، درې تنه نور بیا د قتل،،نشه يي توکیو او مخدره موادو د قاچاق په تور دستګیر او څارنوالۍ ته ور وپيژندل شول.
بل لور د امنیه قوماندانی د جنايي جرمونو پر ضد دمبارزې پولیسو بیا د کندوز ښار او شا وخوا سیمو څخه ۱۶ تنه د قتل،غلا، انسان تښتونو،اخلاقي فساد او په بېلابېلو نورو جرمونو د تورنیدو له امله ونیول، نیول شوي کسان د لا زیاتو پوښتنو ګرویګنو په موخه عدلي ارګانونه ته ور معرفي شوي دي.
د مجرمینو دنیولو دا ګامونه په داسې حال کې پورته کیږي چې په دې وروستیو کې کندوز ښار کې د ترور،غلا او انسان تښتونو پېښو خلک اندېښمن کړي وه.
کندوز والي ټولو امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې د مجرمینو دنیولو په برخه کې شپه او ورځ هیڅ چانس له لاسه ورنکړي او پرینږدي چې دعامه نظم،خلکو نظام دښمنان خپلې شومې موخې ترلاسه،خلکو کې ویره خوره او عامه نظم ګډوډ کړي.

دا هم وګورئ

spokesarg

ارګ: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې …