کور پاڼه / خبرونه / ولسمشر غني: په هېواد کې به ۴۰ کلنې وينې بهېدنې ته د پای ټکی ږدم
president

ولسمشر غني: په هېواد کې به ۴۰ کلنې وينې بهېدنې ته د پای ټکی ږدم

د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د شینوارو لویې ولسوالۍ ته په ناڅاپي سفر لاړ او هلته يې د خبرو پر مهال ويلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.
ده په خپلو خبرو کې د سولې مسایلو ته اشاره وکړه چې دی سوله په کعبې شریفې کې غواړي نه مسکو کې، دارنګه ولسمشر وویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې د ولس کار دی.
ولسمشر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د شینوارو لویې ولسوالۍ ته يې هدف هم دا و چې د داعش پر ضد د دې سیمې او امنيتي ځواکونو څخه مننه او ستاینه وکړي.
درانګه ولسمشر په خپلو خبرو کې د شینوارو ولسوونو سره ژمنه وکړه چې د خلکو ړنګې شوې ودانۍ به ورته جوړې کړي.

دا هم وګورئ

spokesarg

ارګ: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې …