کور پاڼه / خبرونه / دحوزو مسؤلین دي دډاډمن امن دټینګښت او دپېښو دمخنیوي په موخه اجتماعي روابط پياوړي کړي :
jalasa

دحوزو مسؤلین دي دډاډمن امن دټینګښت او دپېښو دمخنیوي په موخه اجتماعي روابط پياوړي کړي :

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ د ګډو ځواکونو دلومړۍ او دوهمه قدمه مسؤلینو په کې ګډون درولود ، لومړی د ټولو امنیتي حوزو، کشف، ښاری مدیر، جنايي او تروریزم مسؤلینو د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او ستونزو په اړه راپورونه واوریدل شول.
دولایت رهبري د ټولو د امنیتي حوزو مسؤلینو ، کشف، جنايي او تروریزم ته لارښوونه وکړه چې د ډاډ من امن دټینګښت، دجنايي پېښو، وژنو، انسان تښتونو او دنشه يې توکیو دکاروبار او استعمال د مخنیوي په موخه په اونۍ کې دوه او یا نهايي یو ځل دخپلو حوزو اړوند مشرانو، علماؤ،ځوانانو او روڼ اندو سره مشورتي ناستې ترسره کړي او هغوی دې وهڅوي چې د قتلونو،انسان تښتونو، دنشه يې توکیو د کاروبار، استعمال او د قانون ماتونې دهر ډول پېښو په مخنیوي کې مرستې وکړي.څو په دې سره شته ناخوالې پای ومومي او د عامه نظم په تامین مثبت پرمختګونو ته زمینې برابرې شي.

دا هم وګورئ

spokesarg

ارګ: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي

د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې …