کور پاڼه / ځانګړي مطالب / د نړۍ یوه تر ټولو ستره الوتکه له دې وروسته نه جوړېږي
fly222

د نړۍ یوه تر ټولو ستره الوتکه له دې وروسته نه جوړېږي

ایربس الوتک جوړوونکی شرکت وايي، د A380 په نوم د نړۍ یوه تر ټوله ستره الوتکه له دې وروسته نه جوړوي.
ایربس شرکت یوه بیان کې مني چې وروستۍ A380 الوتکه به پر ۲۰۲۱ وسپاري.
ایربس فکر کاوه دا تر ټولو ستره الوتکه به ۲۱ پېړۍ کې تر ټولو ډېره پلورل کېږي، خو داسې ونه شول، ځکه یې نور تولید ځنډوي.
دا دوه پوړیزه الوتکه چې ۵۴۴ کسان لېږدولی شي، د بویینګ الوتکې سره د سیالۍ لپاره جوړه شوه، خو میدان یې ونه ګاټه، ځکه اوس ډېری هوايي کرښې د کوچنیو الوتکو د جوړېدو وړاندیزونه ورته کوي.
ایربس وايي، راتلونکې اونۍ له کارګري ټولنو سره خبرې کوي چې یوې پرېکړې ته ور سره ورسېږي، ځکه د سترې الوتکې د نه جوړولو له امله له دریو زرو د ډېرو کسانو کار له ګواښ سره مخ کېږي.
تر هغه چې د دې سترې الوتکې پوره تولید بندېږي، ایرباس ۱۷ دا ډول الوتکې تولیدوي، چې ۱۴ پکې د امارات هوايي کرښې غوښتې دي.
امارات له دې مخکې د دا ډول ډېرو الوتکو غوښتنه کړې وه، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د نورو هغو په ځای څلوېښت A330 او دېرش A380 الوتکې رانیسي.
امارات هوايي کرښه په نړیوالو الوتنو کې د ایربس A380 او د بویینګ ۷۷۷ الوتکې کاروي او په دې ډول د نړۍ تر ټولو سترې سل الوتکې لري.
د ایربس له اوسنۍ پرېکړې وروسته د امارات هوايي کرښې مشر شیخ احمد بن سعید ال مکتوب وویل، چې دغه شرکت غوښتل له همغه اوله ډېرې A380 الوتکې وپېري.
نوموړي د ایربس اوسنۍ پرېکړه خواشینوونکې وبلله، خو زیاته یې کړه، چې په حقیقت پوهېږي.
امارات هوايي کرښه وايي، تر ۲۰۳۰ کلونو به یې A380 یوه مهمه برخه وي.

دا هم وګورئ

taliban3

طالبانو له ولس سره جګړه اعلان کړه

افغانان په ورځې شمېرې چې د ولسواکۍ له یو مهم ارزښت د میزان په ۲۸مه …